افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو د اعلان هرکلی کوی
سلام خان سلام خان

 

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهرعظیمي  په کابل کې خبریالانو ته وویل: افغان ملي اردو چمتو ده چې له افغانستانه د وتونکو امریکايی او نورو بهرنیو پوځیانو تشه ډکه کړي امریکا د افغانستان د لس کلني جگړې په موده کي هغه هیواد ته ټول ١٠٠ زره عسکر استولي وو. ویل کیږي چي افغان قواو ته به د ناتو د قواو نه بشپړی امنیتي چارې  په ٢٠١۴م کال کي وسپارل شي دافغانستان ددفاع وزارت ویاند دا ځرګندونی تر هغه وروسته کړی دی چی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو پوري به له افغانستان څخه ۳۴۰۰۰ امریکايي سرتیري راوباسي. دا په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي سرتیرو نزدې نیمایی برخه ده متحده ایالاتو جمهور رئیسان د خپل هیواد د سنا مجلس ته د راتلونکي کال له پاره خپل پلانونه اعلانوی ،اوباما ټینګار وکړ چې په افغانستان کي میشت امریکايي سرتیري به خپل ډیر پام د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته واړوي. هغه وویل: «له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راایستلو بهیر به دوام ومومي او د راتلونکې کال تر پای ته رسیدو مخکې به په افغانستان کې زموږ جګړه پای ته رسیدلې وي اوباما په خپله وینا کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رایستلو د پلان د جزئیاتو په اړه خبري و نه کړې. سپینه ماڼۍ ښايي په دې اړه یوڅه وخت وروسته نور جزئیات اعلان کړي تراوسه لا دا خبره روښانه نه ده چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په څه تعداد سرتیري وساتي

یوه بله ډیره مهمه موضوع چې اوباما او په ناټو کې نور ملګري هیوادونه یې باید په اړه پریکړه وکړي دا ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره افغان امنیتي ځواکونه تمویل کړي یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې لا تر اوسه پورې په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې. اوباما په خپلو خبرو کې یوازې ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکی ماموریت به د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او د القاعدې له منځه وړل وي:

«تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د یوه خپلواک او متحده افغانستان له پاره به د امریکا متحده ایالاتو ژمنه دوام پیدا کړي، خو زموږ د ژمنې څرنګوالی به بدلون ومومي ،تر دې مخکې ولسمشر اوباما په واشنګټن کې له خپل افغان سیال حامد کرزي سره لیدلي ول. دواړو مشرانو پر دې خبره باندي موافقه کړې وه چې تر دې وروسته به افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. دا چې افغان ځواکونه به د عملیاتو مشري څرنګه پر مخ بوځي ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي. خو امریکايي ځواکونه وایي چې افغانان د دې وړتیا لري چې دغه مسئوليت ته اوږه ورکړي ،بارک اوباما په پلو خبرو کی ویلی دی چی له ۲۰۱۴ کال وروسته به د يو موټي او خپلواک افغانستان سره د امريکا ژمنتيا روانه وي، خو زموږ د ژمنتيا بڼه به بدله شي. موږ له افغان حکومت سره پر يوه هوکړه ليک خبرې کوو، چې پر دوو ماموريتونو راغونډ دی، د افغان ځواکونو روزنه او سمبالونه چې دغه هېواد بيا په ګډوډۍ کې ور ونه ښويېږي. او د ترهګرۍ ضد هلې ځلې چې موږ ته د القاعدې او ورسره تړلو ډلو پسې اخيستلو لار هواروي. نن هغه ډله چې پر موږ يې د سپتمبر پر ۱۱مه بريد وکړ د خپل پخواني جوړښت سيوری شوی دی ،په پام کې ده چې په افغانستان کې د امریکا جګړه ییز عملیات د ۲۰۱۴ کال ترپایه ختم شي، خو دا لا څرګنده نه ده،چې په دغه هېواد کې به تر ټاکل شوي مهال وېش وروسته څومره امریکايي پوځيان پاتې کېږي پاتی کیدونکو امریکایی پوځیانو دنده یوازی دافغانستان دپو ځ ملاتړ او روزنی پوری تړلی دی ،تېره اوونۍ، امریکايي او افغان ولسمشرانو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد پر چټکوالي خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ وړاندې اشاره کړې وه، چې ګني افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت تر ختمېدا وروسته د نژدې نهو زرو امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو وړاندیز غوره بولي ،وړاندې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم ویلي وو چې تر مهال وېش وروسته به یو شمېر ناټو ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.

 د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، د اوباما د دغې پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې هغه په افغانستان کې د امریکایي پوځي قوماندانو له سپارښتنې سره سرخوري.

په همدې حال کې یوه بل امریکايي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې په افغانستان کې میشت امریکايي قوماندان د دې صلاحیت لري چې د اوباما پلان د شرایطو په پام کې نیولو سره عملي کړي. دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې ده چې امریکايي قوماندانان کولای شي د دغو ۳۴۰۰۰ پوځیانو له ډلې څخه یو شمیر یې د راتلونکې کال تر لومړیو میاشتو پورې په افغانستان کې وساتي،اوباما  همداراز د شمالي کوريا له خوا  وروستۍ اتومي ازموينې ته په  اشارې وويل، چې د شمالي کوريا پر وړاندې به سخت ګامونه اوچت شي او پر ايران يې غږ وکړ چې نور د اتومي لانجې لپاره د دېپلوماتيک حل وخت رارسېدلی، ځکه  چې يو پياوړی اتحاد کلک ولاړ دی او له ايران څخه غوښتنه کوي چې خپل مسووليتونه ترسره کړي.

د افغانستان او بریتانیا دفاع وزارتونو له افغانستانه د شاوخوا نیمايي امریکايي پوځیانو د وتلو د اعلان هرکلی وکړ ،د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامنډ وویل چې تر راتلونکي کاله پوري د نیمايی پوځیانو د ایستلو په اړه د  ولسمشر بارک اوباما داعلان هر کلی کوی د بارک اوباما له اعلان سره سم به راتلونکی کال دا مهال ۳۴ زره امریکايی پوځیان له افغانستانه وتلي وه بریتانیا ویلي چې سږ کال به له افغانستانه خپل تر نیمايي زیات پوځیان یعني ۵۲۰۰ وباسي. دا هیواد په افغانستان کې شاوخوا نهه نیم زره پوځیان لري ،دفاع وزیر هامنډ وویل، افغان امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ په ځان باوري کېږي او حاضر دي چې د ټول هیواد امنیتي چارې په خپل لاس کې واخلي طالبانو بیا د امریکايي پوځیانو د ایستلو په باب د اوباما د اعلان په اړه وویل چې یوازې هغه وخت به دوی ته د منلو وي چې امریکا د ټولو عسکرو د ایستلو اعلان وکړي د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل: یوازینۍ د منلو وړ لاره دا ده چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه فوراً ووځي د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د ولسمشر اوباما د پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل، په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د شمېر د کمېدا پړاو رارسېدلی او د دې پلان سپارښتنه په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو پخواني قومندان جنرال جان الن کړې وه،د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل چې پر لویو مسلو لا پرېکړه نه ده شوې، اوباما یوازې دا ویلي چې په افغانستان کې به د امریکا راتلونکی ماموریت د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې، تجهیزولو او د القاعده شبکې په له منځه وړلو متمرکز وي.پای


February 14th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها